د ولسي جرګې د ټاکنو د ناندريو د حل لپاره دولسمشر حکم
سلام خان سلام خان

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي نن (د زمري ١٩مه) د ١٣٨٩کال د ولسي جرګې د ټاکنو د ناندريو د حل لپاره يو حکم صادر کړی ،ياد حکم په درېيو مادو کې د کابل ولايت د استيناف محکمې د مدني دېوان او شخصيه احوالو د روان کال د زمري د مياشتې د ١٣مې نېټې  د ٢٢مې ګڼې د صادره قرار له مخې صادر شوى دى ،په نوموړي حکم کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته دنده سپارل شوې، خو د اساسي قانون د ٣٣، ٨٦ او ١٥٦مو مادو او د ټاکنو د قانون د ٦٢، ٦٣ او ٦٤مو مادو او د کابل ولايت د استيناف محکمې د مدني دېوان او شخصيه احوالو د ٢٢مې ګڼې صادرې له مخې دې د موضوع حقوقي برخه ژر ترژره بشپړه کړي ،همدارنګه د ياد حکم په دويمه ماده کې راغلي، د دغه حکم په صادرولو سره د ١٣٨٩کال د ولسي جرګې ټول موضوعات، چې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون پرته په هره بله مرجع کې تر دوران لاندې وي، بشپړ ګڼل کېږي ،په دغه حکم کې راغلي، له ټاکنيزو سر غړونو پرته جرمي موضوعات، چې د ټاکنو د قانون په ٦٣مه ماده کې ذکر شوي دي، له دغه حکم څخه مستثنا دي ،خبرپاڼه د ولسمشر کرزي له خولې ليکي، چې دغه حکم د توشيح له نېټې نافذ او د اړوندو مراجعو له خوا د پلي کېدو وړ دى

د ولسي جرګې د ټاکنو ځانګړې محکمې د روان کال د چنګاښ په دويمه نېټه پرېکړه وکړه، چې د ولسي جرګې د ٦٢ غړو غړيتوب سلب او پر ځاى يې د ولسي جرګې د ټاکنو ٦٢ کانديدان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا دغه مجلس ته وروپېژندل شي ،حامد کرزي خپل وروستی فرمان پداسي حال کي صادر کړی دی چي بعضي څارونکي پدې هيله وه چي د کرزي نوی فرمان به د حکومت او ولسي جرگې تر منځ ستونزو ته د پای ټکی کښيږدي. دغه ستونزې د هغې محکمې پر سر را پيدا سوي وې کله چي په پارلماني ټاکنو کي د درغليو د څېړلو لپاره حامد کرزي يوه ځانگړې محکمه په کار گومارلې وه. خو د حامد کرزي نوي فرمان اوس د دغې ستونزې په تړاو نوي پوښتنې رامنځ ته کړي دي ،د فرمان له مخي په ټاکنو کي د درغليو ځانگړې محکمه هم منحل کړل سوې او د حکومت نورې ټولې ادارې د دې څخه راگرځول سوي دي چي د پارلماني ټاکنو د نوموړي کړکېچ په موضوع کي مداخله وکړي

د نوي فرمان له مخي به دا د ټاکنيز کميسيون دنده وي چي پدې هکله پرېکړه وکړه چي په درغليو تورنو د پارلمان د کومو وکيلانو استازيتوب فسخه اعلانوي. د 2010م مېلادي کال د سپتمبر په مياشته کي چي کله د پارلمان ټاکنې تر سره کېدې نو پکښي د درغليو ږغونه پورته سوي ول

په پارلماني ټاکنو کي د درغليو تورونه يوه شخړيزه موضوع پاته سوېده. پدې لړ کي په درغليو تورنو وکيلانو او د درغليو تور لگوؤنکو کانديدانو په خپل خپل وار په کابل ښار کي احتجاجونه هم کړي دي. په کابل کي د لويديځو هيوادونو سفيرانو هم دغه موضوع په ډېر دقت او ځيرتيا سره څارلې ده ،دا پداسي حال کي ده چي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټاکنو وروسته رامنځ ته سوي پايلي سمي بللي وې او د بريالي سوؤ کانديدانو نومونه يې اعلان کړي ول. د کرزي د دفتر يوه کارکوؤنکي د نوم نه بربنډولو په شرط و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي خپلواک کميسيون به اوس مجبوره وي چي پر خپلو پخوانيو پرېکړو له سره غور وکړي. خو د دې واري به کميسيون د ځانگړې محکمې د پريکړو پر اساس د تورنو کانديدانو برخليک ټاکي

د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند د ولسمشر د نوي فرمان هرکلی کړی دی خو ويلي يې دي چي دغه نوی فرمان کميسيون پدې نه مکلفوي چي د ځانگړې محکمې پريکړي به خامخا پلي کوي ،يو شمېر هغو شکايت کوؤنکو کانديدانو هم د ولسمشرکرزي د فرمان هرکلی کړی دی چي په لومړي پړاو کي ناکامه اعلان سوي ول،د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وايي د شکایتونو د کمیسیون د چارو صلاحیت هم دوی لري، او اوس به دوی په خپلواکه توګه د ولسمشر له حکم سره سم د شکایتونو بیا کتنه کوي ، دولسمشر اعلامیه په داسی ټکو کی راغلی ده چی هدف پکی دروست رو ښانه ندی او ځینی مطالب پکی نغښتل شوی دې .

په ولسي جرګې کې یوشمېر موجودو وکیلانو د ولسمشر کرزي د حکم په وړاندې سخت عکس العمل وښود او له هغه یې وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي .پای .


August 10th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها